IQNA

ايت الله خاتمی: د مرغومې نهمه د ملت د سترې حماسې ورځ ده ‏

15:44 - December 31, 2010
د خبر لمبر: 2056189
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب د مرغومې نهمه د ملت د سترې ‏حماسې او له ولايت سره د بيعت ورځ وبلله.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله سيد احمد خاتمی له ‏ولايت په دفاع كې د تير كال د مرغومې د نهمې په حماسې كې د ايرانی ملت د برخليك ‏ټاكونكی شتون په يادولو سره جوته كړه دغه ورځ له غليمانو د ايرانی ملت د بيزاری او د ‏اسلامی انقلاب په تاريخ كې وياړمنه ورځ ده.‏
ايت الله سيد احمد خاتمی د اسلام په سر كينيو وختونو كې د حضرت امام علی عليه السلام د ‏حكومت په وړاند ې له فتنې سره په ايران كې د تير كال د پیښو په پرتله كولو سره د ‏دروغو او تهمت شكونو رامينځته كول، د حرمت ماتول، د رسندويو د فضا رامنیځته كو ل، ‏د معيارونو ځای پر ځای كولو له سپڅلتياو په تيره بيا د امام خمينی رحمه الله عليه له نومه ‏ناوړه استفاده، درز رامنځته كول په تيره بيا نظا م او خلكو تر مينځ واټن رامينځته كولو په ‏شمول د فتنه پالو بيلا بيل اوزارونه بيان كړل.‏
د تهر ان د جمعې لما نځه خطيب د خپلو خبرو په بلې برخې كې د ايران په ختیځو پولوكې ‏ترهه ګرو پیښو او د پا كستان په خا وره كې د ترهه ګرو ځای پر ځای كيدا ته په اشا رې ‏سره جوته كړه اسلام اباد هغه ترهه ګر عوامل چې نيولی یې دی ژر تر ژره ايران ته ‏وسپاری.‏
د تهر ان د جمعې لما نځه خطيب ايت الله سيد احمد خاتمی هم دا راز د اذر بايجان ‏جمهوريت په پوهنتونونو او ښونځيو كې د حجاب يا ستر د ليری كولو د موضوع يادونه ‏وكړ ه او د دغه هيواد حكومت ته یې په خطاب كې وويل د اذر بايجان جمهوريت په ‏مسلمان ملت په تيره بيا شيعه اكثريت له دباو اچولو لاس واخلی.‏
‏721439‏
captcha