د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له ايسسكو د اطلاع رسولو مركز محيط یې نقلوی په دې بيانې كې ټينګار شوی دی چې دا ترهګر اقدام يو لوی او غټ جنايت او جرم دی چې هدف یې په مصر كې د امنيت خرابول او د خلكو يووالې ته زيان رسول دی.خو اسلامی تعليمات دا رنګ اقدامات په كلكه منعې كوی.
ايسسكو د دې هيواد له مسلمانانو او عيسايانو غوښتنه كړی ده چې هغو باندې ددې بد اغيز رانه شی او يو بل سره د مخكښې په شان ورورولۍ ژوند ته داوام وركړی.
همدا رنګ په دې بيانې كې ټينګار شوی دی چې د اقدام ترسره كوونكو لپاره سخته سزا وټاكل شی
723196