IQNA

په هندوستان كې د دينونو د مكالمې كانفرنس تر سره كیږی

9:24 - January 07, 2011
د خبر لمبر: 2060053
د هنر او ادب ډله: د اسلام نړيوال انجمن په همكارۍ سره په هندوستان كې د دينونو د خبرو ‏اترو په لړۍ كې د "انسانيت او مذهب اهميت" په موضؤع د يو نړيوال كانفرنس د تر سره ‏كيدو بندوبست شوی دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د "انسانيت او د مذہب اہميت ‏جاجونې لپاره د هندوستان د دينونو د خبرو اترو لپاره نړيواله ادارې او د اسلامی نړيوال ‏انجمن په تعاون سره يو كانفرنس ترسره كيدونكې ده ‏
ددې كانفرنس د تر سره كيدو مقصد د مختلفو دينونو منوونكو تر مينځ د ورورولۍ ته ‏پراختيا وركول دی چې ټؤل انسانان د يو بل په ملګرتيا د انسان د خوښې او ګټې كارونو كې ‏برخه واخلی. ‏
د كانفرنس د تر سره كوونكی كمیټۍ ويندویې وويل چې په دې كانفرنس كې ګډون لپاره د ‏يورپ، افريقی او د مينځنې ختیځ نږدې پينځوسو نه زياتو هيوادونو مختلفو تنظيمونو او ‏شخصيتونو ته بلنه وركړی شوی ده او له دوه سوه زياتو شخصيتونو په دې كانفرنس كې د ‏برخې اخستو زمنه وركړی ده.‏
يادونه كوو چې د دينونو تر مينځ د خبرو اترو مخكښينی ناستې په میډرډ او جينيوا كې تر ‏سره شوی دی. ‏
‏724526‏
captcha