د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په لكهنو كې د سيد سبط رضی په كور كې د ښار ټولو عالمانو او پوهاندو په يوې ځانګړنې ناستې كې په خپل خطاب كې ښاغلی حجۃ الاسلام و المسلمين مولانا سيد حميد الحسن وويل چې اسلام د ملګرتيا او د انسان دوستۍ سبق ښې او له فتنې او فساده ليرې كيدو باندې ټينګار كوی
هغه زياته كړه چې حضرت امام حسين عليه السلام هم په همدې وجه پاڅون كړی ؤ چې امت له فتنې او فساده او له جنګ جګړې وساتی او هغه په خپلې لوی قربانۍ سره قيامته پورې اسلام له فتنې او تحريفونو وساتل
ددې ناستې په پاې كې شاعرانو د امام حسين علیہ السلام د مقام په حضور كې د عقيدت ګلونه وړاندې كړل او د هغوی ماتم او مصيبتونه یې بيان كړل.
724649