IQNA

سيد حميد الحسن : اسلام د امن او ورورولۍ سبق وركوی

9:25 - January 07, 2011
د خبر لمبر: 2060054
سياسی او ټولنيزه ډله: د لكهنو د ناظميه مدرسې مشر ښاغلی حجۃ الاسلام و المسلمين ‏مولانا سيد حميد الحسن په لكهنو كې تر سره شوی يوې ناستې كې په خپل خطاب كې وويل ‏چې اسلام د امن او ورورولۍ سبق وركوی ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په لكهنو كې د سيد سبط رضی ‏په كور كې د ښار ټولو عالمانو او پوهاندو په يوې ځانګړنې ناستې كې په خپل خطاب كې ‏ښاغلی حجۃ الاسلام و المسلمين مولانا سيد حميد الحسن وويل چې اسلام د ملګرتيا او د ‏انسان دوستۍ سبق ښې او له فتنې او فساده ليرې كيدو باندې ټينګار كوی
هغه زياته كړه چې حضرت امام حسين عليه السلام هم په همدې وجه پاڅون كړی ؤ چې ‏امت له فتنې او فساده او له جنګ جګړې وساتی او هغه په خپلې لوی قربانۍ سره قيامته ‏پورې اسلام له فتنې او تحريفونو وساتل ‏
ددې ناستې په پاې كې شاعرانو د امام حسين علیہ السلام د مقام په حضور كې د عقيدت ‏ګلونه وړاندې كړل او د هغوی ماتم او مصيبتونه یې بيان كړل.‏
‏724649‏
captcha