IQNA

ايت الله جنتی: د ايران د اسلامی جمهوری نظام، د خلقو دی او خلك یې ساتی ‏

16:03 - January 07, 2011
د خبر لمبر: 2060195
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعی لمانځه خطيب ايت الله جنتی وويل د ايران اسلامی ‏جمهوری نظام د خلكو دی او هر كله چې یې خطر وګواښی نو خلك ډګر ته راوځی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران د جمعی لمانځه ‏خطيب آيت الله احمد جنتی نن د تير كال د غبرګولی په نهمه د خلكو ميليونې شتون ته په ‏اشارې سره وويل خلكو په دی ورځ د فتنې ملا ماته كړه او د ټاكنو فرصت چې د نظام ‏مخالفانو هغه د نظام پر ضد په ګواښ بدل كړی ؤ په پوره هوښيارۍ سره د زيات يووالې او ‏وحدت لپاره په فرصت بدل كړ. ‏
ايت الله جنتی وويل په ايران كښې د تير كال د ولسمشرۍ له ټاكنو وروسته پیښې د ولايت ‏فقيه مخالفان او منوونكی له يوه بله بيل كړل او د انقلاب ضد او مومنو شخصيتونو په بيلولو ‏سره یې مخالفان له ډګره وويستل.‏
د تهران د جمعی لمانځه خطيب ايت الله جنتی زياته كړه د ايران د ولسمشرۍ له ټاكنو ‏وروسته پیښو ثابته كړه له دې مخكښې چې حكومت د ايران د اسلامی جمهوريت له ‏مخالفانو سره مخامخ شی دا خلك دی چې له هغوئ به پوښتنې كوی.‏
ښاغلی جنتی همدغه راز په ايران كښې د سب سیډيو د هدفمنولو طرحې ته اشاره وكړه او د ‏خلكو د ښه ګډون په قدرونې سره یې دغه طرحه په حقيقی معنا بدلون وباله چې پايله یې د ‏مصرفې د بيلګې سمول او په اقتصادی او بانكې نظام كښې بدلون او د عدالت تحقق دی. ‏‎ ‎د تهران د جمعی لمانځ خطيب آيت الله جنتی د مصر لخوا د هغو مرستو په ستنولو نيوكه ‏وكړه چې د ايران لخوا د غزې كلابندو خلكو ته د آسيا په كاروان كښې استول شوی ؤ.‏
‏725731‏
captcha