د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د پنجاب صوبې د اقبالياتو څانګې مشر ښاغلی سيد اكرم شاہ د علامه اقبال سيمينار ته په خطاب كې وويل چې علامه اقبال د اسلامی تفكر استازې دی د هغه كوشش دا ؤ چې شعرونو په وسيله خلك خدای تعالی ته نږدې كړی.
هغه زياته كړه چې د علامه اقبال په شعرونو پوهيدل ډير ضروری دی د اسلامی امت لپاره د علامه اقبال شعرونه د حل لارې په حيث دی د علامه اقبال شعرونه لكه څرنګه زمونږ لپاره بهترين لارښونه كوی او هلته د اسلام غوره تفسير او بيان هم دی.
د اسلامی كلتور او روابطو ارګنايزيشن د راپور په مطإبق په دې سيمينار كې سيد اكرم شاه وويل چې تر اوسه پورې د علامه اقبال په هكله شپږ زره كتابونه ليكلی شوی دی او په دې هكله د نورو كتابونوو ليكلو هم زيات ضرورت محسوس كیږی.
730054