IQNA

سيد اكرم شاہ: علامه اقبال د اسلامی تفكر استازې دی

13:43 - January 16, 2011
د خبر لمبر: 2065394
د هنر او ادب ډله: د پاكستان د پنجاب صوبې د اقبالياتو څانګې مشر ښاغلی سيد اكرم شاہ د ‏علامه اقبال سيمينار ته په خطاب كې وويل چې علامه اقبال د اسلامی تفكر استازې دی۔ ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د پنجاب صوبې د اقبالياتو ‏څانګې مشر ښاغلی سيد اكرم شاہ د علامه اقبال سيمينار ته په خطاب كې وويل چې علامه ‏اقبال د اسلامی تفكر استازې دی د هغه كوشش دا ؤ چې شعرونو په وسيله خلك خدای ‏تعالی ته نږدې كړی. ‏
هغه زياته كړه چې د علامه اقبال په شعرونو پوهيدل ډير ضروری دی د اسلامی امت لپاره ‏د علامه اقبال شعرونه د حل لارې په حيث دی د علامه اقبال شعرونه لكه څرنګه زمونږ ‏لپاره بهترين لارښونه كوی او هلته د اسلام غوره تفسير او بيان هم دی. ‏
د اسلامی كلتور او روابطو ارګنايزيشن د راپور په مطإبق په دې سيمينار كې سيد اكرم شاه ‏وويل چې تر اوسه پورې د علامه اقبال په هكله شپږ زره كتابونه ليكلی شوی دی او په دې ‏هكله د نورو كتابونوو ليكلو هم زيات ضرورت محسوس كیږی.‏
‏730054‏
captcha