د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويتې خبری اژانس KUNA یې نقلوی د بو سينا هرزګوينيا د داخله چارو وزير په دې هيواد كې د ځينو جوماتونو سوځول افسوسناك خبر په وركولو سره وويل چې په دې ناوړه پیښه كې كوم سياسی ګوند لاس نه لری.
هغه اعتراف وكړ چې تر اوسه پورې ددې عواملو په هكله څه معلومات لاس ته نه دی راغلی او نه همدا پته لګيدلې ده چې ددې كار نه یې هدف څه ؤ.
هغه له خلكو غوښتنه وكړه چې د تحقيقاتو د پوره كيدو پورې له صبر كار واخلی
يادونه كوو چې ناپيژإندو كسانو په لاس سوځولی جوماتونو كې د بوسينيا د پلازمينې سراييوو پخوانې جومات هم شامل دی.
731004