IQNA

په بوسنيا كې جوماتونو ته اوور ولګول شو

21:35 - January 17, 2011
د خبر لمبر: 2066337
نړيواله ډله: د بوسنيا داخله وزير خبر وركړ چې ناپيژاندو كسانو په دې هيواد ځينې ‏جوماتونو ته اوور اچولې دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له كويتې خبری اژانس ‏KUNA‏ یې نقلوی د بو سينا هرزګوينيا د داخله چارو وزير په دې هيواد كې د ځينو ‏جوماتونو سوځول افسوسناك خبر په وركولو سره وويل چې په دې ناوړه پیښه كې كوم ‏سياسی ګوند لاس نه لری. ‏
هغه اعتراف وكړ چې تر اوسه پورې ددې عواملو په هكله څه معلومات لاس ته نه دی ‏راغلی او نه همدا پته لګيدلې ده چې ددې كار نه یې هدف څه ؤ. ‏
هغه له خلكو غوښتنه وكړه چې د تحقيقاتو د پوره كيدو پورې له صبر كار واخلی
يادونه كوو چې ناپيژإندو كسانو په لاس سوځولی جوماتونو كې د بوسينيا د پلازمينې ‏سراييوو پخوانې جومات هم شامل دی.‏
‏731004‏
captcha