IQNA

د اردن په پلازمينې كې د قرانی بورډونو نندارتون تر سره كیږی

13:14 - January 19, 2011
د خبر لمبر: 2067377
د قرانی كارونو ډله: د قران پاك ايتونو او حديثونو بورډونو نندارتون د «جنات عدن»(بهشت‌های ‏عدن) په موضوع د اردن په پلازمينې امان ښار كې تر سره كیږی‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له الجزيره خبری مركز یې نقلوی چې د اردن هنر مند ‏ښاغلی فارو ق لمبز خپلو بورډونه په دې نندارتون كې چې په سه شنبه ورځې په امان كې شورو شوی دی او يوه مياشته ‏به دوام ولری نندارې ته وړاندې كړی دی.‏
د امان په نندارتون كې دوه شپيته بورډونه دی چې ورباندې د قران پاك ايتونه او د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم ‏حديثونه او ځينې اسلامی شعرونه ورباندې ليكلی شوی دی.‏
اردنی هنر مند په خپل خطاطۍ كې له كوفی خط استفاده كړی ده
‏732785‏
captcha