د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، لاريجانی هم دا راز د اسلامی پارلمانونو په غونډه كې د ګډون والو له خوا د غونډې د اساس نامې د اصلاح خبر وركړ. او وېې ويل په اسلامی نړۍ كې د اساسی كارونو لپاره د غړو هيوادونو د ظرفيت لوړول د دغو بدلونونو اصلی چورليز جوړوی.
د ايران د اسلامی شورا د مجلس رئيس ښاغلی ډاكټر علی لاريجانی د چهارشنبې په ورځ د اسلامی پارلمانونو په فوق بیړنئ غونډه كې په خبرو كې ټينګار كړې ؤ كه دا غونډه غواړی چې د ملتونو جارچی واوسی او د ملتونو له غوښتنې شاته پاتې نه شی نو بايد د اسلامی نړۍ د سياسی او اقتصادی تعاملاتو په غوښتنځای بدله شی.
د اسلامی پارلمانونو په بیړنئ غونډه كې په ابوظبئ كې نيول شويو پريكړو ته په پام سره، له نورو غونډو سره په توپير كې ګڼل كیږی.
علی لاريجانی د ابو ظبئ په غونډه كې د دې پوښتنې په مطرح كولو سره چې اسلامی نړۍ له دې غونډو څه هيلې لری د خپلو وينا اصلی چورليز د اسلامی نړۍ كمښتونو او ننګونو د اصلی ریښو او لاملونو بيان ته ځانګړئ كړ.
د عراق، افغانستان، لبنان، او د سوډان جنوب مسائلو ته ځغلند نظر چې د اسلامی ځواك د ورستولو لپاره پلان شوی د اوږد مهاله توطيو د سختوالی او ژور والی ښودنه كوی چې د ايران د اسلامی شورا د رئيس په اند اسلامی نړۍ د دغو پیښو د لړۍ څخه درس اخيستلو ته رابولی تر څو د ځانځانې او درواغجنو او غاصبو ځواكونو د تكېې په ځای د اسلامی امت پر ځواك تكيه وكړی چې د اسلامې عزت خوندی شی.
اما دا چې پارلمانونه په اسلامی نړۍ كې بايد څه ډول عمل وكړی تر څو وكولای شی د ملتونو جارچی شی. دا هغه نكته ده چې د ابوظبئ په غونډه كې لاريجانی د خپلو خبرو كې وړاندې كړه او وېې ويل د امريكايی صهيونيستی نوې دسيسې او جعلی محكمې په وړاندې د غزې له مظلوم ملت او د لبنان له خلكو څخه دفاع ،او د تيونس د ملت د غږ اوريدل د پارلمانونو د غونډې لپاره د اسلامی امت د غوښتنو په لړ كې له لومړنيو شرطونو او سر ټكو څخه ګڼل كیږی.
733273