IQNA

ايت الله امامی كاشانی: لويدیځې هيوادونه دې له تيرو پیښو عبرت ترلاسه كړی ‏

18:33 - January 21, 2011
د خبر لمبر: 2068161
سياسی او ټولنيزه ډله: د تهران د جمعې لمانځه خطيب وويل لودیځ له تيرو پیښو د ۵+۱ ډلې او ايران په بشپړو خبرو اترو كې عبرت ‏ترلاسه كړی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ايت الله امامی كاشانی په استنبول كې د ۵+۱ ډلې او ايران د جامع او ‏بشپړه خبرو اترو پيليدا ته په اشارې سره ټينګار وكړ هيله من يو لويديخ له هغو مسلو چې ورپیښې شوی دی عبرت واخلی او ویښ ‏شی چې خبرې اترې په رغنده لاره كې پرمخ لاړې شی.‏
ښاغلی امامی كاشانی د دې خبرې په كولو سره چې د ايران ایټمی انرژی صنعتی او علمی اړخ لری ټينګار وكړ د ۱۲۰ هيوادونو ‏استازيو په اراك او نطنز كې د ايران له ایټمی تاسيساتو په كتنه كې د ايران د ایټمی فعاليتونو شفافيت تاييد كړ.‏
د تهران د جمعې لمانځه موقته امام ټينګار وكړ بايكاټونه او دباونه د ايران مقاوم ملت له هغه حركته چې پيل كړې یې دې و نشی منع ‏كولې.‏
د تهران د جمعې لمانځه خطيب ايت الله كاشانی د خپلو خبرو په بلې برخې كې د اذربايجان جمهوريت په ښونځيو كې د حجاب يا ‏ستر له بنديز سره د دغه هيواد د حكومت مخالفت ته په اشا رې سره وويل هيله من يو چې د اذربايجان حكومت د دغه هيواد د خلكو ‏غوښتنې ته پام وكړی.‏
ايت الله امامی كاشانی زياته كړه د تيونس خلك د دغه هيواد د ديكتاتور په وړاند ې ودريدل او هغه یې له هيواده بهر كړ.‏
‏734209‏
captcha