IQNA

احـمدی نژاد: نړۍ دې پوهه شی چې ايران به د سرزورۍ په وړاندې هیڅكله سرټیټ نه كړی

15:21 - January 23, 2011
د خبر لمبر: 2069367
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر محمود احمدی نژاد نن د ايران د شمال ګيلان ولايت د مركز ‏رشټ د زرګونو خلكو په ولولناك ټول كې د دې خبرې په كولو سره چې مذاكرات بايد د عدالت او احترام په اساس وی ‏وويل له ۵+۱ ډلې سره د ايران خبرې اترې بايد د ايران د ملت او د نورو ملتونو د قانونی حقوقو په رسميت پيژندلو لپاره ‏وشی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ډاكټراحمدی نژاد دغه راز د ايران او ۵+۱ ډلې د خبرو اترو ‏څو پړاؤنو ته په اشارې سره وويل كه مقابل لوری عدالت، قانون او احترام ته ژمن او پابند وی، نو هيله كیږی چې په ‏راتلونكو غونډو كې مناسبې نتيجې تر لاسه شی.‏
‏ د اسلامی ايران ولسمشر د دې خبرې په كولو سره چې صهونيسټان، او په امريكا او يورپ كې ځينی قدرت غواړی ‏اواستكباری حكومتونه دلچسپی نه لری مسئلې په ښه دول حل شی، د ۵+۱ ډلې غړو هيوادونو ته سپارښتنه وكړه چې د ‏هغوی د دباؤنو تر اغيز لاندې دې رانشی.‏
ښاغلی احمدی نژاد دغه راز د ايران ملت د منطق عدالت، مينې او احترام جارچی وباله اوزياته ئې كړه، نړۍ دې پوهه ‏شی چې دغه ولس به د سرزورۍ په وړاندې هیڅكله تسليم نه شی
‏735137‏
captcha