IQNA

ايران نن د څلویښتی په ماتم كښې ډوب وو ‏

18:53 - January 25, 2011
د خبر لمبر: 2070190
سياسی او ټولنيزه ډله: اسلامی ايران نن د حسينی اربعين د كليزې او د امام حسين عليه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو د شهادت د ‏څلویښتمې ورځې په مناسبت په وير او ماتم كښې ډوب وو.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د تهران په بيلابيلو سيمو كښې هم حسينی عزادارنو په امامباړو او ‏جوماتونو كښې په شتون سره د‎ ‎حسينی اربعين په مناسبت د‎ ‎وير او ماتم دستورې تر‎ ‎سره كړې‎ ‎‏ بيا په تيرې د انقلاب ستر لارښود ‏ايت الله العظمی خامنه ای په شمول په امام خمينې امامباړې كې د ټول هيواد د پوهنتونونو محصلانو په شركت سره د شهيدانو سردار ‏امام حسين عليه السلام د اربعين ورځې ماتم تر سره شو
همدا رنګ د ايران په شمال ختیځ كښې د خراسان رضوی ولايت مركز مشهد سپیڅلی ښار د شهيدانو د سالار حضرت امام حسين ‏عليه السلام د وير په څلویښتمه ورځ نن په وير كښې ډوب دی.‏
د وير د نخښې په توګه دامام رضا عليه السلام د زيارت د ګنباسې د پاسه تور بيرغ لګول شوی دی او زيارتوال او د مشهد خلك او ‏سينه وهوونكی د امام رضا عليه السلام د زيارت په لور تلو سره له اهل ابيت السلام سره خپل نه شليدونكی پيوند اعلانوی.‏
همدارنګ د ايران د قم سپیڅلی ښار خلكو هم د امام حسين عليه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو په وير كښې نن ماتم وكړ.‏
د حضرت بی بی فاطمه معصومه سلام الله عليه سپیڅلی حرم په تورو پردو پوښل شوی دی او ګڼ شمير خلكو چې له قم او نورو ‏سيمو ورغلی د قم ښار له اصلی واټونو په تيريدا سره په بې بې معصومه زيارت كښې د وير دستورې ترسره كړې.‏
‏736411‏
captcha