IQNA

احـمدی نژاد: مستكبران د ايران د‎ ‎ملت له ویښتيا او غوړيدا ويریږی ‏

17:01 - January 30, 2011
د خبر لمبر: 2072673
سياسی ډله: د ايران ولسمشر ښاغلی ډاكټر احمدی نژاد نن د علم او عمل په نامه په ملی غونډې كې وويل، اوس په ايران كې د علمی ‏خوځښت انقلاب پيل شوی، او د ايران ملت، د خپل په نفس د تاريخی اعتماد په بيا پيدا كولو سره، د نوې تكنالوجۍ او د هغې د حقيقی ‏ګټو په لارې كې ګام ایښی دی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د نويو علمی او څیړنيزو معلوماتو د معرفی او د ټيكنالوژۍ په ‏زمينه كښې د يوې ملی طرحې د پرانستلو لپاره له علم تر عمل پورې غونډه د ايران د ولمسشر په شتون سره ترسره شوه .‏
د ويلو ده له علم تر عمله پورې غونډه د هيواد د نويو علمی او څیړنيزو معلوماتو د معرفی او ټيكنالوژۍ په زمينه كښې د يوې ملی ‏طرحې د پرانستلو په هدف د ولسمشر احمدی نژاد، او د ايران د يو شمير علمی شخصيتونو، مسولانو او د پوهنتون د استادانو په ‏شتون سره پيل شوه .‏
د ايران د اسلامی جمهوريت د ولسمشر د عملی او ټيكنالوژۍ د چارو مرستيال نسرين سلطانخواه په دې هكله وويل د تحقيق د اونۍ ‏په لومړۍ ورځ د راډيو اكیټيو درملو په زمينه كښې يوه علمی ملی طرح پرانستل كیږی .‏
هغه وويل يولس ستر ملی پلانونه هم د ولسمشر احمدی نژاد په شتون سره پرانستل كیږی.‏
‏738783‏
captcha