دد ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) چې له «Oman Tribune»، ورځپاڼې یې نقلوی، د «سلطان قابوس» (SQCIC) د قران د حفظ د ملی مقابلو د يويشتمه دورې د ترسره كيدو مشر «علی بن عبدالله الصقری»، اعلان وكړ: د دې دورې مقدماتی دوره د 1390 كال د وری د مياشتې له 30 نیټې شورو كیږی او اخرنۍ دوره به یې د همدغه كال د غويی د مياشتې په دريمه نیټه ترسره كیږی.
هغه زياته كړه: په دې مقابلو كښې ګډون كوونكی د وری د مياشتې تر 10 نیټې پورې وخت لری چې په دې كښې د نامې ليكلو لپاره په عمان كښې د سلطان قابوس جمات ته په اخوير كښې سيد طارق بن تيمور جمات او الخود كښې د اسلامی چارو او اوقافو د فتر الدقم او السويق ته په مراجعې سره او همدارنګ په البريمی او جالان بو حسن كښې د اسلامی علمونو مؤسسې ته په مراجعې سره خپل نوم ليك كولې شی.
739557