ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «الرأی» ورځپاڼې چې له كويته چاپیږی یې نقلوی، د كويت د مقابلو د اطلاع رسوونكی كمیټۍ مشر «علی العوضی»، په يوه خبری ناسته كښې اعلان وكړ: دا وړانديز په ډېرو ناستو وروسته او له پينځمه ناستې وروسته چې د د كويت د اسلام چارو او اوقافو د وزارت د اسلام مطالعاتو او د قران د چارو د مشر مرستيال«عبدالله البراك»، او د مقابلو د ترسره كولو كمیټۍ د مشر په ګډون سره ترسره شوه، وركړې شو.
هغه زياته كړه: په دې ناسته كښې ټول هغه مطلبونه چې په وړاندې ناستو كښې بيان شوی وو هغه ته وړاندې كړې شول او د هغوی له تاييده وروسته مالی كمیټۍ ته وسپارل شو.
739546