IQNA

د خلكو غوښتنه، د يو خوځښت، ویښتيا او اسلامی پوهې له كبله ده ‏

13:08 - February 02, 2011
د خبر لمبر: 2074405
سياسی ډله: په مذهبی چارو كې د ولسمشر مرستيال ښاغلی حجت‌الاسلام سقای ‏بی‌ريا د افريقا شمال او منځنی ختیځ په ځينو هيوادونو كې ولسی خوځښتونه، د ‏دې ښودنه كوی چې د دغو ملتونو غوښتنو ته پام نه دی شوی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حجت‌الاسلام سقای ‏بی‌ريا نن له داخلی او خارجی خبريالانو سره په اونيزې غونډې كې د مصر او ‏تيونس وروستيو بدلونونو ته په اشارې سره وويل، د خلكو غوښتنه، د يو ‏خوځښت، ویښتيا او اسلامی پوهې له كبله ده.‏
ښاغلی حجت‌الاسلام سقای بی‌ريا وويل، د دغو هيوادونو حكومتونو ته د تهران ‏سپارښتنه، د خلكو غوښتنو ته پام دی، او طبيعی ده، كه د خلكو په غوښتنه ولسی ‏نظامونه رامنځته شی، له دغو هيوادونو سره د ايران په روابطو كې به حتما جدی ‏اغيز وكړی.‏
ښاغلی حجت‌الاسلام سقای بی‌ريا هيله وكړه چې د سمیې ملتونه ډير ښه روابط او ‏ملګرتيا ولری ځكه چې د ملتونو په شتون سره به په سيمې كې ثبات او امنيت ډير ‏ښه شرايط برابر شی او هغو كسانو او له سيمې ورهاخوا ځواكونو ته به دا اجازه ‏ورنكړای شی چې د خپلو ګټو لپاره د سيمې د خلكو د حقوقو په چخنی كولو پسې ‏دی.‏
په مذهبی چارو كې د ولسمشر مرستيال تر يو كاله پورې اټومی وسلو ته د ايران ‏د رسيدا په هكله د انګلستان د دفاع وزير د ادعا په مقابل كې وويل، مونږ په ‏ځلونو ويلی دی چې د ايران اټومی فعاليتونه بشپړ سوله ايز دی او د اټومی انرژۍ ‏د نړيوال آژانس په ملګرتيا دی. او دغه آژانس هم په خپلو راپورونو كې په ځلونو ‏د دغو فعاليتونو سوله ايز والی تاييد كړی دی.‏

‏739817‏
captcha