سياسی ډله: د امامُ الرَّئوف، حضرت علی بن موسی الرضا(عليه السلام)، شهادت سره يو وخت د دې اوونۍ د تهران د جمعی لمونځ امامت به د اسلامی انقلاب ستر لارښود ايت الله العظمی خامنه ای كوی.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ستر لارښود د دفتر له ويب پاڼې یې نقلوی د تهران د جمعی لمانځه كمیټۍ اعلان وكړ چې صفر د مياشتې په اخيرې نیټې او د امامُ الرَّئوف، حضرت علی بن موسی الرضا(ع)، د شهادت سره په يو وخت ددې اوونۍ د جمعی لمانځه خطيب او امام حضرت ايت الله خامنه ای وی او هيله ده چې په دې لمانځه كې به په لاكونو مومن او عزادار خلك په دې لمونځ كې ګډون كوی.
دا لمونځ د تهران په ستر پوهنتون كې تر سره كیږی.
740905