IQNA

ابو ترابی: د‎ ‎كفر جبهه او صهيونيزم د اسلام اصلی دښمنان دی ‏

22:03 - February 03, 2011
د خبر لمبر: 2074721
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د اسلامی پارلمان مرستيال ښاغلی ابوترابی د كفر جبهه او صهيونيزم د اسلام اصلی دښمنان وبلل.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی پارلمان مرستيال ښاغلی حجه الاسلام ولمسلمين ‏ابوترابی د مصر بدلونونو ته په اشارې سره وويل لويدیځ اراده لری د مصر د ولسمشر حسنی مبارك پر ضد يو ساز باز كونكی او ‏تالی څټی كس قدرت ته ورسوی چې د مصر د خلكو انقلاب له مينځه يوسی.‏‎ ‎‏ حجه الاسلام ولمسلمين ابوترابی د مصر خلكو ته په وينا كښې سپارښتنه وكړه ځير ووسئ چې د تاسو انقلاب منحرف نشی او د ‏انقلابی او صالح مشر په انتخابولو سره اجازه ورنكړئ لويدیځ د مصر انقلاب سيكولر وښيی.‏
حجه الاسلام ولمسلمين ابوترابی دغه راز په دې خبرې سر ه چې د ايران ملت به د مصر د ملت په څنګ كښې وی ويل استكبار په ‏مصر كښې د يوه بل اسلامی انقلاب له رامينځته كيدا ويره لری.‏
‏ د ايران د اسلامی پارلمان مرستيال عالم په اسلام كښې له دښمانانو سره د مبارزې ا و جهاد مقام ته په اشارې سره جوته كړه مومنان ‏بايد په بيلابيلو زمينو كښې د دښمن د دسيسو په وړاندې جهاد وكړی.‏
حجه الاسلام ولمسلمين ابوترابی دغه راز د ايران د اسلامی انقلاب د برياليتوب يعنی سباون لسيزې ته په اشارې سره وويل امام ‏خمينی رحمه الله عليه د خلكو په جهاد او هڅې سر ه په ايران كې د صهيونيزم او استكبار جرړې وچې كړې او د باچا رژيم یې له ‏مينځه يوړ.‏
‏740507‏
captcha