د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د امريكا نيويارك ټايمز ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د يوه مقام په قول چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شی خبر وركړ چې د ولسمشر باراك اوباما حكومت له قدرت څخه څنګ ته كيدا ته دحسنی مبارك دمجبورولو لپاره دمصر له مقاماتو سره په سلامشورو بوخت دی .
دا په داسې حال كښې دی چې له دې سره په يو وخت د امريكا مشرانو جرګې هم د يوه پريكړه ليك په صادرولو سره په مصر كښې د قدرت د انتقال د بهير ملاتړ وكړ.
له حسنی مبارك څخه د امريكا ديرش كلن ملاتړ د دې ښودنه كوی چې واشنګټن په هیڅ وجه د مصر په اوسنيو حالاتو رضايت نلری.
په ايران كښې د اسلامی انقلاب له برياليتوب او په دغه هيواد كښې باچا ته د اړونده نظام له نسكوريدا وروسته مصر له سعودی عربستان سره يو ځای په مينځنی ختیځ كښې د امريكا په ترټولو اصلی اډې بدل شو.
مصر لومړنی هيواد وو چې له صهيونيسټ رژيم سره یې دسولې تړون لاسليك كړ او دتيرو ديرشو كلونو په اوږدو كښې دحسنی مبارك رژيم دقدس له نيواكګر رژيم سره هرډول مرستې وكړې .
دغه حالت ته په پام سره امريكا غوره ګڼله دمصر د ديكتاتور ولسمشر حسنی مبارك رژيم داوږدې مودې لپاره په واك كښې پاتې وی .
خو لويدیځ سره داړوندوالی او له كلونو كلونو ديكتاتورۍ او دغه راز دفلسطين دایډيل په وړاندې دپرله پسې خيانتونو په وجه دمصر دملت غوسې د امريكا نقشه ګډه وډه كړه .
همدا اوس چې دمصر خلك په يوه خوله دديكتاتورۍ دختميدا غږ پورته كوی دامريكا سپينه ماڼۍ دمصر دخلكو له غوښتنې سره په غږمله لهجې كښې په دغه هيواد كښې دقدرت دانتقال غوښتونكی ده .
امريكا هڅه كوی له دې وړاندې چې ناوخت شی دمصر ديكتاتور حسنی مبارك تښتې ته مجبوره كړی او يو ډاډمن سړی دهغه ځای ناستی كړی .
دامريكا دمقاماتو له نظره مصر له لاسه د وركول كيدا په حال كښې دی او كه چيرې امريكا وغواړی دتيرو ديرشو كلنو په شان له حسنی مبارك خپلو ملاتړونو ته دوام وركړی هرهغه څه چې په مصر كښې یې لرلی دی له لاسه وركوی .
مصر دعربی نړۍ ترټولو اغيز شيندونكی هيواد دی چې دسويز ستراتژيكې اوبلارې كنټرول په لاس كښې لری او داسرايلو په نوم له جعلی رژيم سره هم ګډ سرحد لری او دحسنی مبارك دديكتاتورۍ له اخری دړې وړې كيدا وروسته په مصر كښې دخپلواكه يا اسلامپاله بهيرونو برياليتوب امريكا او اسرايل په ډير خطرناك حالت كښې ورولی .
په همدې دليل دامريكا ډيپلوماسۍ ادارې ددریځ په يوه ښكاره بدلون كښې دحسنی مبارك دحكومت له دوام سره دمخالفت لاره غوره كړی ده .
البته د مصر بدلونونه په دې ډول روان دی چې دامريكا دسناريوګانو دپوره كيدا امكان سختوی .
شك نشته چې د واكمن ګوند له داخل څخه به هم د حسنی مبارك ځای ناستی قادر نه وی چې دمصر ګټې دامريكا او اسرايلو په ګټو قربانی كړی ځكه چې دمصر خلكو دموجوده سياستونو پرضد پاڅون كړی دی نه داچې د سياسی شخصيتونو او كسانو پرضد .
741346