IQNA

په عربستان كښې د «إتقان» قرانی مقابلې ترسره كیږی

21:19 - February 04, 2011
د خبر لمبر: 2074983
نړيواله ډله: د «إتقان» قرانی مقابلې په دې غرض چې ځوانان د قران حفظ ، تلاوت او په قران كښې تفكر سره زياته اړيكه ولری، د سلواغی د مياشتې له 25 تر 27 نیټې د عربستان په الخرج ښار كښې ترسره كیږی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د عربستان چاپ «الإقتصادية» ورځپاڼې یې نقلوی، دا مقابلې په الخرج ښار كښې د قران كريم د علمونو د زده كړې د خيریې مركز د برخې په مرسته د قران كريم په حفظ او تفسير كښې ترسره كیږی.
د دې مؤسسې مشر «محمد بن أحمد الخنين»، په الخرج ښار كښې په دې هكله وويل: په دې مقابلې كښې ګډون كوونكی د قران د اخرنی دريو سپارو په حفظ او همدارنګ د عم (ديرشمې سپارې) په تفسير كښې يو بل سره مقابله كوی.
هغه زياته كړه: دا مقابلې به د سړيو په برخه كښې په سعد بن معاذ قرانی مدرسه كښې او د ښځو په برخه كښې په الفضيله قران مركز كښې ترسره كیږی.
741382
captcha