IQNA

په سیډنی كښې "د قرانی علمونو" د زده كړې دوره ترسره كیږی

22:36 - February 05, 2011
د خبر لمبر: 2075733
نړيواله ډله: د قرانی علمونو د زده كړې دا دوره په دې غرض ترسره شوه چې په كښې ځينې موضاعات لكه، مرګ، معاد او له مرګه وروسته ژوند څیړل كیږی، دا دوره د مرغومی د مياشتې له 24 نیټې د اسټريليا په سیډنی ښار كښې ترسره كیږی.
ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «Muslim Village» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا د زده كړې دوره په دريو مياشتو كښې د اوبرن ښار په ګاليپلی جمات كښې چې د سیډنی په لويدیځ كښې دی ترسره كیږی.
په دې دوره كښې به د قران له نظره مرګ، د ژوند او مرګ تر مينځ اړيكه، د دې نړۍ د ختميدو دليلونه، د قيامت د راتلو څرنګوالې، د حضرت عيسی(ع) او دجال په هكله حديثونه، د جسمانی معاد ثابتول، د قران له نظره د جنت او دوزخ څرنګوالې، او د قضاوت اود له مرګه وروسته د ژوند موضوعات به په كښې څیړل كیږی.
740735
captcha