ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «Muslim Village» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، دا د زده كړې دوره په دريو مياشتو كښې د اوبرن ښار په ګاليپلی جمات كښې چې د سیډنی په لويدیځ كښې دی ترسره كیږی.
په دې دوره كښې به د قران له نظره مرګ، د ژوند او مرګ تر مينځ اړيكه، د دې نړۍ د ختميدو دليلونه، د قيامت د راتلو څرنګوالې، د حضرت عيسی(ع) او دجال په هكله حديثونه، د جسمانی معاد ثابتول، د قران له نظره د جنت او دوزخ څرنګوالې، او د قضاوت اود له مرګه وروسته د ژوند موضوعات به په كښې څیړل كیږی.
740735