ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې له «نون» اطلاع رسوونكی مركز یې نقلوی، د دې فصلنامې مشر «حسين السلامی» په دې هكله وويل: په دې فصلنامه كښې د امام حسين(ع) پاڅون، د غورځنګ اصول او مبانی، امام حسين(ع) اود اهلبيتو تعليمات چې اسلام ناب محمدی سره سمون لری په فارسۍ ژبه چاپ شوی دی.
هغه زياته كړه د دې فصلنامې د انګريزۍ ژبې ژباړه تير كال د دې زيارت له خوا خپره شوې وه.
هغوی په اخر كښې وويل: دا څانګه هڅه كوی چې د دې فصلنامې اردو، تركی او داسې نورو ژبو ته هم ترجمه وشی.
741787