ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزراش چې د انګلينډ د اسلامی مركز د اطلاع رسوونكی مركز، یې نقلوی، په لندن او ګير چاپير سيمو كښې اوسيدوونكيو كسانو هره شپه په دې پروګرامونو كښې ګډون وكړ چې د هغوی لپاره بيلا بيل په پروګرامونه ترسره شوی وو، هغوی په خپل ګډون سره اهلبيتو عليهم السلام سره د خپلې مينې او مودت څرګندونه وكړه.
په دې پروګرامونو كښې له ټولو زياته د پام وړ خبره دا وه چې له ټولو زيات ګډون كوونكی ځوانان وو چې د پيغمبر(ص) او داهلبيتو(ع) د وعظ او نصيحت اوريدلو لپاره راغلی وو چې وينا والو به هره شپه په خپلو ويناو كښې هغه بيانول.
741770