د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت العظمی خامنه ای نن د ايران د دافع هوا د كيمپ او د پوځ دهوای ځواك د كاركونكو او قوماندانانو په ټول كښې په اصولو او ارزښتونو په تيره بيا په اسلام د ايران د ملت دريدا او مقاومت د اسلامی جمهور يت د پاتې كيدا او د ملتونو لپاره د بيلګه ګرځيدا اصلی عامل وباله.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود وويل په ځينو هيوادونو كښې د ملتونو ستر حركت او په سيمه كښې اسلامی ویښتيا په پريكنده توګه د ايران د ملت له ستر اسلامی حركت اغيزمن دی.
حضرت ايت العظمی خامنه ای په ځينو هيوادونو كښې د ملتونو سترو حركتونو ته په اشارې سره وويل دغه حركتونه په ناڅاپه ډول نه رامينځته كیږی بلكې د وخت په اوږدو كښې د معرفتونو او غوښتنو زياتولی دی چې هم دا اوس رامينځته شوی دی او د ايران د ملت دريدا هم په پريكنده توګه د دغو حركتونو په رامينځته كيدا كښې مهم رول لرلی دی.
د ايران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت العظمی خامنه ای دغه راز د۱۹۷۹ ميلادی كال د فرورۍ د مياشتې په ۸ نیټه له حضرت امام خمينی رحمه الله عليه سره د ايران د پوځ د هوای ځواك د پايلټانو تاريخی بيعت يو زړه ور او تل پاتې حركت وباله او دغه یې د دوو مهمو پیښو زمينه جوړونكی وباله.
حضرت ايت العظمی خامنه ای وفرمايل د پوځ د يوه نوی هويت معرفی كول او د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ لپاره هويت جوړول له امام خمينی رحمه الله عليه سره په بيعت كښې د هوای ځواك د پايلټانو د اقدام يوه پايله وه.
حضرت ايت الله خامنه ای بهير جوړونه د دغه تاريخی حركت دوهمه نتيجه وګڼله او جوته یې كړه بې شكه هغه پیښه چې د۱۹۷۹ ميلادی كال د فرورۍ مياشتې په اتمه او د امام خمينی په شتون سره وشوه د ايران په ملت كښې د نوی تحرك او روحيه رامينځته كړه او د۱۹۷۹ ميلادی كال د فرورۍ د مياشتې په يولسمه نیټه يعنی د۱۳۵۷ ميلادی كال د سلواغۍ د مياشتې په ۲۲ نیټه سترې پیښې كښې یې زيات اغيز درلود.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ايت العظمی خامنه ای له دوه ديرش كلونو وروسته د ايران د اسلامی انقلاب تر ټولو مهمه ځانګړتيا په ارزښتونو او اصولو د ايران د ملت دريدل او استقامت وباله او ټينګار یې وكړ تر ټولو مهم ارزښت اسلام دی چې بايد تل یې ساتنه وكړو ځكه چې خپلواكۍ، ازادۍ، مادی پرمختګ، ملی وحدت او د استعدادونو غوړيدا ټول له اسلام سره تړلی دی.
744529