IQNA

احمدی نژاد: اسلامی انقلاب ټولو ملتونو سره تعلق لری ‏

21:09 - February 09, 2011
د خبر لمبر: 2078584
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحموداحمدی نژاد نن د اسلامی انقلاب د ‏بررياليتوب د كليزې په درشل كې د خبريالانو په ټول كې د اسلامی انقلاب بری د ‏ټولوملتونو بری وباله.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ولسمشرمحموداحمدی نژاد نن د ‏اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې په درشل كې د خبريالانو په ټول كې د اسلامی انقلاب ‏بری د ټولوملتونو بری وباله او روښآنه یې كړه د نړۍ په هر ځای كې هرڅوك چې پتمن ‏او آزادی او عدالت غواړی وی او پاك زړه لری، دغه ورځ له هغه سره اړه لری ځكه د ‏يوه حركت پيليدا نوی پړاؤ او نوی نظر دی.‏
د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشرمحموداحمدی نژاد په تيرو۳۲ كلونو كې د اسلامی ‏نظام برياليتوبونو ته په اشارې سره وويل په ايران كې د لوړ كمال په لوريو خوځښت روان ‏دی او دغه حركت هر كال لا زيات چټك، اغيز شيندونكی او لا ډير په غوړيدا دی.‏
ولسمشرمحموداحمدی نژاد د ايران ملت او ټولو پتمنو ته د اسلامی انقلاب د بری د كليزې ‏په مناسبت په مباركې وئيلو سره زياته كړه ډاډمن يم د ايران ملت د هغه څه په باب خپل ‏ماموريت چې پخپله ئې راپنځولی، روزلی او ساتلی دی په ښه ډول ترسره كوی.‏
‏744829‏
captcha