د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، په مصر كې روان ولسې غورځنګ ورو ورو د نړيوال غورځنګ په شكل كې جوړیږی او همدا اوس هم د نړی نورو هيوادونو په شان د ملايشيا مسلمانانو په كوالالمپور كې د امريكې سفارت خانې مخې ته راټول شول او د حسنی مبارك لوی حامې هيواد د سفارت خانې مخې ته د مصری ولس د حمايت اعلان یې وكړ
مظاهره چيانو له نړيوالې ټولنو غوښتنه وكړه چې د مصر ولس مطالبې او غوښتنې دې ومنل شی او نړۍ بيا په تيره امريكه او اسراييل د حسنی مبارك د ملاتړ نه لاسونه واخلی.
د ملايشيا مسلمانانو دا مظاهره د پوليسو په مداخلت سره خپلې پایې ته ورسيده او پوليس ځينې مظاهره چيان ونيول او بنديان یې كړ.
743233