IQNA

كاظم صديقی: د مصر خلك د خپل وخت د فرعون په وړاند ‏ې دريدلی دی

15:57 - February 11, 2011
د خبر لمبر: 2078962
سياسی او ټولنيزه ډله: حجت الاسلام كاظم صديقی د ايران د ‏اسلامی انقلاب د برياليتوب د كليزې په لمانځلو سره وويل ‏حضرت امام خمينی رحمه الله عليه له الهی اولياګانو وو چې ‏د ايران د اسلامی انقلاب په مشرۍ سره یې د اسلام د ‏ایډيالونو د تحقق لپاره یې لاره برابره كړه.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ‏د تهران د جمعې لمانځه خطيب زياته كړه د اسلامی انقلاب ‏له برياليتو به مخكښې داسې رژيم حكومت كاوه چې په ايران ‏كې یې لويدیځ كلتور دودوه او له پوځی او اقتصا دی پلوه په ‏پرديو پورې تړلې وو.‏
حجت الاسلام ښاغلی صديقی د اسلامی انقلاب له بر ياليتوبه ‏مخكې د ايران د ټولنې غير اخلاقيو او د غير اخلاقی كارونو ‏او جواريو د مركزونو شتون ته په اشارې سره وويل د ‏اسلامی انقلاب برياليتوب د خلكو د ژوند د پاكی او د وړتياو ‏د غوړيدا سبب شو چې د طاغوت په وخت كې یې مخه نيول ‏كيدله.‏
حجت الاسلام صديقی زياته كړه د ايران په اسلامی انقلاب ‏سره په اسلامی نړۍ كې يو ډول ویښتيا رامينځته شوه او د ‏نړۍ په هر ګوت كې مسلمان موجود دې د اسلامی انقلاب په ‏وجه یې خپل هويت او مقام پيژندلې دې.‏
د تهران د جمعې لما نځه خطيب حجت الاسلام صديقی هم دا ‏راز د مصر په شمول د افر يقې په شمال كې بدلونو نه د ‏اسلامی انقلاب د بركتونو له امله وبلل او ویې ويل هغه خلك ‏چې له دې مخكې د صيهونيست رژيم د تيری ګريو په ‏وړاندې جنګيدلی دی، د خپل وخت د فرعون په وړاند ې ‏دريدلی دی.‏
‏745792‏
captcha