د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له اماراتو له سركاری خبری اژانس وام یې نقلوی چې د راس الخيمه قرانی مقابلې تر سره كوونكې انتظامی كمیټۍ مشر سلطان بن كايد القاسمې د قرانی مقابلې د تفصيلات په بيانولو سره وويل چې دا مقابلې د قرائت او د حفظ په مختلفو برخو كې تر سره كیږی او په حفظ كې شركت كوونكی په پينځو سپارو، لسو سپارو، شلو سپارو او د ټول قران پاك د حفظ په برخو كې ګډؤن كولې شی.
ښاغلی سلطان بن كائد القاسمی وويل چې راس الخيمہ نومې قرآنی مقابلو كې ګډون كوونكو كې اوسه پورې ۱۷۶ كسانو نومونه ليكلی دی چې پكښې اووه اويا (77) ښځې هم شاملې دی.
746252