IQNA

په فرانسه كښې له غزې څخه د ملاتړ كاروان جوړشو

14:48 - February 14, 2011
د خبر لمبر: 2080860
بين المللی ډله: له غزې څخه د ملاتړ كاروان كوم چې په فرانسه كښې د دلوې له ١٣ نیټې نه پيل شوے دے، د كب د مياشتې تر ٧ نیټې پورې به په دغه هيواد كښې د خلكو مرستې تر لاسه كړی.
د«Saphirnews» د اطلاع رسونې د سايئټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ددغه كاروان د جوړولو هدف له فلسطينی ولس څخه د فرانسويانو همبستګی او پيوستون اعلان شوے او مسولان هڅه كوی چې ددغه كاروان كچه هم په مالی برخه او هم د لا زياتو مرستو او ملاتړونو د جذبولو په لړ كښې ښه او جګه كړی.
دغه قافله تراوسه پورې د«ليل» او «استراسبورگ» له ښارونو تيره شوې او د دغې پروژې تر پائې پورې به د «ليون»، «مارسی»، «بوردو»، «كائن»، «ميلوز»، «مون‌پوليه او هم د «سَن‌دُنی» ښارونه ددې كاروان كوربانه وی.
ددغې پروژې د تر سره كولو په اوږدو كښې د بحث او څیړنې ترسره كول، يولړعمومی مشاركتونه، او هم د فلم خپرول په نظر كښې نيول شوی دی او دغه كار تر سره كونكی هيله من دی چې له غزې څخه د ملاتړ كشتۍ به د يو شمير شخصيتونو،ولسی استازيو او ورځپاڼه ليكونكو په مرستې او ملاتړ سره د غبرګومی تر راتلونكې مياشتې پورې غزې ته ورسی. ټاكل شوې ده دغه كشتۍ به د څو نورو هيوادونو په استازيتوب د غزې په لورد شپږو سترو محمولو د وړونكو ١٥ كشتيو سره يو ځائې شی.
746747
captcha