د قطر چاپ شرق ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قطر د النور د قران د حفظ مركز چې په ٢٠٠٩ ميلادی كال كښې د دوحې ښار په المعموره سيمه كښې د قطر د اوقافو او اسلامی چارو د وزارت لخوا جوړ شو، تر اوسه پورې د بهاره دورو په نامه د قرآن كريم د حفظ اود علومو دزده كړې ٦ دورې تر سره كړی دی.
د قطر د النور د قرآن د حفظ د مركز د قرآنی حلقو ناظر ردينه قنوت ددغه قرآنی مركز د زده كړې د اهدافو په اړه ووئيل: له اكیډميكو رودو څخه په استفادې سره د اسلامی مطالعاتو او د قران مجيد د حفظ او د تجويد د قواعدو زده كړه او همداراز د يو اسلامی او قرآنی نسل روزنه چې د خپل دين او دنيا د عاقبت لپاره كوشش كوی ددغې موسسې تر ټولو مهم هدفونه دی او ددغې دورې لوستونكو د قرآن كريم په زمينه كښې د تخصصی ډپلومې سرټيفكیټ تر لاسه كوی.
746454