IQNA

په لندن كښې د پيغمبر اكرم (ص) د ښو اخلاقود پيژنګلو نندارتون جوړيدونكی دی.

11:00 - February 15, 2011
د خبر لمبر: 2081205
بين المللی ډله: د اسلام د معرفۍ او له پيغمبر اكرم (ص) څخه د حمايت نړيوال انجمن د انګلستان په پلازمينه لندن ښار كښې د پيغمبر اكرم(ص) د اوچتواخلاقود پيژندنې د نندارتون د جوړولو خبر وركړ.
د الكوثر د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلام په نړيوال انجمن پورې پيئلی د اسلام د معرفۍ او له پيغمبر اكرم (ص) څخه د حمايت نړيوال انجمن تر اوسه پورې د حضرت محمد مصطفی (ص) د معرفی كولو په هدف ٧ نندارتونونه تر سره كړی دی چې د ټولو وروستې نندارتون پكښې د آسټريا په پلازمينه ويانا كښې تر سره شو.
دغه انجمن همداراز په نظر كښې لری چې د خپلو فعاليتونو په دوام كښې په راتلونكو څو مياشتو كښې د نبی اكرم (ص) د اخلاقو د معرفی كولو په موضوع سره په لندن ښار كښې يو نوے نندارتون جوړ كړی.
747617
captcha