IQNA

د قم د علميه حوزې او د المان د «پُتسدام» پوهنتون ترمينځ فرهنګی همكاری

11:00 - February 15, 2011
د خبر لمبر: 2081207
بين المللی ډله: د قم د علميه حوزې او د پتسدم پوهنتون د فلسفې د پوهنځی د شل كسيز پلاوی د ملاقات نتيجه د استاذانو تر مينځ د همكارۍ موافقه وه.
په جرمنی كښې د ايران د فرهنګی سلامشورو د مركز د خبری اونيزې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه ليدنه كتنه كښې چې تيره اونۍ تر سره شوه د روان كال د مئی په مياشت كښې د يوې كنګرې د جوړولو او په قران كريم او هم د عيسايانو په مقدس كتاب كښې د ذكر شويو شخصيتونو د معرفی كولو په اړه موافقه وشوه.
دغه فعاليتونه د تفاهم په يو يادداشت كښې چې د قم د شيعه مطالعاتو د پوهنځی د رئيس حجت‌الاسلام «انصاری‌‌پور» او د پتسدام پوهنتون د فلسفې د پوهنځی د مشر «يوهان هافنر»(Johann Hafner) په لاس ليك سره ثبت شول.
747549
captcha