IQNA

علی لاريجانی: د مصر عزت، د امريكې په مقابل كې په نه تسليميدا كې دی ‏

21:47 - February 15, 2011
د خبر لمبر: 2081660
سياسی ډله:د ايران د پارلمان مشر ښاغلی علی لا ريجانی وويل، امريكايانو د مصر لپاره ‏شكمن پروګرامونه لری.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، علی لاريجانی د مصر انقلاب ‏ته سپارښتنه وكړه، چې د خپلو غوښتنو د تحقق لپاره دې مقاومت او هڅې وكړی.‏
ډاګټر علی لاريجانی زياته كړه د سيمې ملتونه دا حقيقتونه درك كوی اود امريكا او ‏اسراييلو تر سيوری لاندې نور د ځای ناستو ديموكراسیۍ یې نه شی غولولی.‏
علی لاريجانی وويل، د مصر خلك د انقلاب په لومړۍ مرحلې كې دی، او دويمه مرحله، د ‏رژيم بشپړ بدلون دی هغه په دوام كې وويل، ا مريكا په ځای ناستو مشرانو پسې دی خو د ‏مصر خلك او انقلابی ځوانان، دغه حقيقت درك كوی.‏
‏748197‏
captcha