د كويت چاپ الرای ورځپاڼې په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ددغه مقابلو ستر ناظر «جزاع الصويلح» په دې هكله ووئيل: په دې مقابلو كښې د ګډون لپاره نوم ليكنه د روان كال د سلواغې د مياشتې له ٢٤ نه پيل شوې او ٤٠ ورځې به دوام ولری.
ده زياته كړه: دغه مقابلې د كويتی ځوانانو د قرآن حفظ كولو، قرآئت او ترتيل ته د هڅونې او ددغه الهی كتاب په آدابو،اخلاقو او قوانينو باندې د هغو د پوهولو په هدف سره تر سره كیږی او دمقابلو دا دوره (قرآن د ژوند لپاره رڼا) په شعار او د خلكو په ژوند كښې د قرآن د رول د زياتولو او د پرمختګ او ودې لپاره له قرآن څخه د يوې وسيلې په توګه له ګټه اخيستنې په هدف سره جوړیږی.
748185