د«Mysinchew» د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی مالی تحقيقاتو د بين المللی اكیډمۍ (ISRA)اجرائی مدير محمد اكرم الدين ددغه مطلب د اعلانولو په ترڅ كښې ووئيل: ددغه نوی چوكاټ د رامينځته كولو موخه په اسلامی مالی قوانينو كښې د شريعت د عنصر ارتقا او پياوړتيا ده.
ده ووئيل : دغه روده د اسلامی مالی صنعت پرمختګ ته چټكتيا ور بخښی او دا ډاډ رامينځته كوی چې ټولې ډلې په سمه توګه د شريعت په قوانينو عمل كوی.
دغه نوی چوكاټ چې د تلې يا ميزان په مياشت كښې د ملائشيا د مركزی بينك له خوا ابلاغ شوی د هغو ايجنډو په ځائې چې په ٢٠٠٤ كال كښې د اسلامی مالی قوانينو د اجرا لپاره د شريعت د ادارې د كمیټې له خوا تصويب شوې وې، اجرا كیږی.
747890