IQNA

احـمدی نژاد: د مصر انقلاب د اسلامی انقلاب دوام دی ‏

17:07 - February 16, 2011
د خبر لمبر: 2082205
سياسی ډله: د ايران ولسمشر احمدی نژاد ټينګار وكړ هغه څه چې د مصر خلكو په خپل ‏پاڅون سره محقق كړل د امام خمينی ره په مشرۍ د ايران د اسلامی انقلاب د لارې دوام ‏دی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس،د ايران ولسمشر ښاغلی احمدی ‏نژاد په تهران كښې د مصر د خلكو انقلاب ته په اشارې سره وويل هغه ورځ چې شهيد ‏خالد اسلامبولی له صهيونيسټ رژيم سره دعربو دسازباز او دعربو دمرتجع واكمنانو په ‏باره كښې دامام خمينی ره له څرګندونو وروسته خپل حركت پيل كړ په حقيقت كښې دمصر ‏دخلكو انقلاب پيل شو خو دښمانانو په مختلفو چلولونو سره دغه حركت كنټرول كړ .‏
دايران ولسمشر وويل د ايران اسلامی انقلاب توانيدلی دی په سيمه كښې خپله جبهه بندی ‏كنټرول كړی او هغه څه چې همدا اوس په مصر، لبنان او عراق كښې رامينځته كیږی ددې ‏ښودنه كوی چې دغه جبهه ورځ په ورځ پسې قدرتمنه كیږی .‏
احمدی نژاد په دې خبرې سره چې د ايران د اټومی موضوع بيرغوال دمشر تابه ستر مقام ‏دی وويل همدومره كافی وه چې ايران په اټومی موضوع كښې خپله كمزورتيا وښيی او په ‏دې بڼه كښې به نه دفلسطين دغزې تړانګې خلكو مقاومت كاوه او نه به د مصر انقلاب ‏بريالی كيده او اصلا خلكو په انقلاب لاس نه پورې كاوه چې البته لويدیځ هم په دې خبرې ‏اعتراف كوی .‏
‏748812‏
captcha