د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حضرت ايت الله العظمی خامنه ای نن د تركیې له ولسمشر عبدا... ګل سره په كتنې كې ، د فلسطين له ملته په ملاتړ كې د دغه هيواد موقعيت په اسلامی نړۍ كې ډير په توپير سره وباله، او ټنیګا ریې وكړ، د لودیځ په مقابل كې خپلو اكی ، له صهيونست رژيمه لرې كيدل او د فلسطينيانو ملاتړ، اسلامی امت ته دتركیې دنږدې كيدا سبب شوی دی.
هغوی وويل، دغه سياست سم سياست دی، او تركيه هر څومره چې اسلامی ستر نړۍ ته نږدې شی، دهغه او د اسلامی نړۍ په ګټه دی.
هغوی د سيمې او په تيره بيا د افغانستان ، عراق ، لبنان، او فلسطين په اړه په مسلو كې د ايران او تر كیې د نظرونو نږدې كيدا ته په اشارې سره زياته كړه، د مصر وروستی بدلونونو، داسې مهمه فضا ده چې د مصر او سيمې د خلكو په ګټه فعاليت كولی شی.
هغوی په مصر كې د امريكا او صهيونست رژيم د لسګونو كلونو سلطه ،او د خلكو سپكاوی، ددغه خوځښت اصلی علت وباله او وې فرمايل، دمصر خلك مسلمان او پياوړی اسلامی انګيزه لری.
هغوی داسلامی نړۍ مهمه مسله، د اسلامی امت د يووالی ساتل اوپياوړتيا او د تفرقې ا و اختلاف درامنځته كولو لپاره، د پرديو په لومو كې له ګيريدوډډه كول وبلل او جوته یې كړه، كه اسلامی نړۍ خپلې وچتې وړتياوې وپيژنی، وضعيت به بدل شی، او اسلامی نړۍ، كولی شی چې د يوه اغيزمن قدرت په توګه په نړيوالو مسلو كې رول ولوبوی
748410