IQNA

د قرآن د قرائت د زده كړې وړومبۍ مرحله نومې كتاب په عربۍ ژبه خپور شو.

14:58 - February 17, 2011
د خبر لمبر: 2082430
بين المللی ډله: «المرحلة التمهيدية للقراءة الصحيحة للقرآن الكريم» يعنې د قرآن د قرائت د صحيح قواعدو د زده كړې وړومبۍ مرحله نومې كتاب د حضرت رقيه (س) د قرانی مركز په همت سره خپور شو.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه كتاب په قم كښې د حضرت رقيه (س) د قرانی مركز د قرآنی علومو د استاذ حيدر الكعبی په قلم ليكل شوی او د تلفظ او صحيحو مخارجو ،حركاتو او د لنډ او اوږد غږ لرونكو حروفو او د وقف او دغه شان نورو علامتونو د زده كړې په لړ كښې پكښې ٧ درسونه شامل دی.
د حضرت رقيه (س) قرآنی مركز همداراز د مشهور عراقی قاری او د عراق د الكاظمين ښار د قرآنی موسسې د مدير رافع العامری په اواز د قرآن كريم د ترتيل يو بشپړ ختم په يوې كوټلې لوحې كښې خپور كړ.
دغه قرآنی كوټلې لوحه مينه والو ته د قرآن كريم د ترتيل د سمې زده كړې په هدف سره تدوين شوې ده.
د وئيلو وړ ده چې د حضرت رقيه (س) قرآنی مركز همداراز په نظر كښې لری چې د قرآن كريم دغه كامل قرائت ددغه مركز د سائیټ په اوريدل كيدونكې برخه كښې په www.ruqayah.net subject.php?id=1233 پته باندې كیږدی.
749015
captcha