IQNA

علی لاريجانی: د وحدت نه شتون په اسلامی دنيا د لويدیځ د سلطې علت دی

18:52 - February 19, 2011
د خبر لمبر: 2083440
سياسی او ټولنيزه ډله: د ايران د پارليمان مشر وويل په داسې پړاو كښې چې پوچ تفكرونه بندون ته رسيدلی دی د ايران د هنرمندانو ‏او ساينس پوهانو د هنر د ښودلو ورځ ده. او د وحدت نشتون په اسلامی دنيا د لويدیځ د سلطې علت دی
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران پارليمان مشر ښاغلی لاريجانی د ايران په جنوب كښې په كيش ‏جزيرې كښې د انسانی ژوند په لوړتيا كښې د نويو ټيكنالوژيو د رول په غونډې كښې وويل اوس وخت رسيدلی دی چې د ايران ‏ساينس پوهان هم د پرمختګ لاره او هم څوكه تعريف كړی چې ايران د خپل علمی حركت په لاره كښې د مخكښ مقام لاس ته ‏راوړی.‏
د ايران پارليمان مشر وويل كه چيرې وغواړو چې دنورو دعلمی حركت په لاره كښې خوځښت وكړو تل به زمونږ او ددغه لارې ‏دمخكښانو ترمينځ واټن وی خو په علمی كار كښې دايران روده او كلتور ځانګړی دی او له هغې لارې كيدلای شی دسلو كلونو لاره ‏په يوې شپې كښې كچ كړو .‏
ښاغلی لاريجانی په دې خبرې سره چې د انسان د نيكمرغۍ څوكې ته رسيدل علمی كار دی وويل دايران ساينس پوهان كولای شی ‏نورې څوكې البته لوړې څوكې تعريف كړی او د پرمختګ څوكو ته په رسيدا كښې نوی او لا هوارې لارې انځور كړی.‏
دايران د پارليمان مشر علی لاريجانی وويل په يوه پړاو كښې سپكو، كوچنيو او بې كفايته انسانانو حكومتونو د ايران د ملت د ‏پرمختګ په وړاندې پرله پسې خنډونه جوړ كړل او د ايران د ملت حركت یې سست كړ .‏
‏750350‏
captcha