د «panet.co.il» د خبری سائیټ په نقل د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د غزې د دارالقرآن الكريم او سنت د ختیځی څانګې د حفظ د برخې څارونكی رجب عامر د قرآن د زده كړې د مركزونو مديرانو ته د هر كلی وئيلو په ترڅ كښې الهی كتاب ته د غزې د ختیځ د داراقرآن له خصوصی پاملرنې څخه مننه وكړه.
د غزې د دارالقرآن الكريم او سنت د ختیځی څانګې مدير (ياسر حسونه) هم په دغه غونډه كښې چې د سلواغې په ٢٩ تر سره شوه په يو لړ ويناوو كښې ددغې څانګې د ډير مهم فعاليت او د قرآن كريم د حفظ مركزونو او زده كونكو ته د دغه مركز د خدمت په لړ كښې د مختلفو برخو په باب يو رپورټ وړاندې كړ.
750333