د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له زمان ټوډې ورځ پاڼې یې نقلوی چې د تركی د مذهبی چارو د محكمی او د چين د اسلامی تنظيم تر مينځ يوه معاهده وشوه چې په پايلې كې به د چين د جامی لمانځه امامان په الهياتو برخې كې تعليم لپاره تركی ته ځی.
د تركی د مذهبی چارو د څانګې يو لوړ پلاوی د ښاغلی هلال الدين چن په مشرۍ كې د چين په دورې تلی دی او هغو د چين د اسلامی تنظيم مشر ښاغلی مهمت ګورمز سره وليدل او په مختلفو چارو یې خبری اترې وكړی او پس له دې دا معاهده لاسليك شوه.
ښاغلی مهمت ګورمز په دې هكله وويل چې هر كال به د دينی محصلانو او طالبانو يوه ډله تركی ته ځې او هلته به دينی تعليم تر لاسه كولو نه پس بيرته راځی.
750116