IQNA

د چين د جامې لمانځه امامان په تركې كې تعليم حاصلوی

16:39 - February 21, 2011
د خبر لمبر: 2084179
نړيواله ډله: د تركی د مذهبی چارو د محكمی او د چين د اسلامی تنظيم تر مينځ د يوې معاهدې پراساس د چين د جامی لمانځه امامان ‏په الهياتو برخې كې تعليم لپاره تركی ته ځی.‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې له زمان ټوډې ورځ پاڼې یې نقلوی چې د تركی د مذهبی چارو د ‏محكمی او د چين د اسلامی تنظيم تر مينځ يوه معاهده وشوه چې په پايلې كې به د چين د جامی لمانځه امامان په الهياتو برخې كې ‏تعليم لپاره تركی ته ځی.‏
‏ د تركی د مذهبی چارو د څانګې يو لوړ پلاوی د ښاغلی هلال الدين چن په مشرۍ كې د چين په دورې تلی دی او هغو د چين د ‏اسلامی تنظيم مشر ښاغلی مهمت ګورمز سره وليدل او په مختلفو چارو یې خبری اترې وكړی او پس له دې دا معاهده لاسليك شوه. ‏
ښاغلی مهمت ګورمز په دې هكله وويل چې هر كال به د دينی محصلانو او طالبانو يوه ډله تركی ته ځې او هلته به دينی تعليم تر ‏لاسه كولو نه پس بيرته راځی. ‏
‏750116‏
captcha