د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د لبنان د مسلمان عالمانو غونډې مشر ښاغلی «احمد الزين»، چې پرون یې د وحدت په څلورويشتم نړيوال كانفرنس تهران كې له اهل سنتو عالمانو د حكومتو نو په اوزاری استفادې په نيو كې سره وويل الازهر بايد د شعيانو له غوړيدلی فقهې بيلګه واخلی .
د (ايكنا) د راپور سره سم ښاغلی د لبنان د مسلمان عالمانو غونډې مشر ښاغلی «احمد الزين»، جوته كړه اسلامی نړۍ اوس له يو ډول درز سره مخا مخ ده او مو نږه يو ازې د ګډومسلو پر سر په موافقې او د اختلافی مسلو په اړه په خبرو اترو سره د عيسا ييت د دودولو لپاره د لو يدیځ هڅې كنټرو لو لې شو .
هغه زيا ته كړه د شيعيانو قدرت د عالمانو او فقيهانو په ازادی كې دې او دا چاره د اهل سنتو عالمانو په اپو ټه ده ځكه چې داعالمان د حكومتونو لپاره په كاركونكو بدل شوی دی او با يدد حكو مت ، واكمن ګو ند او هر هيواد مشر څخه ملاتړ وكړی.
هغه په دوام كې له ايرانه د مسلمانو حكومتونو په نه ملاتړ حيرانتيا څرګنده كړه او ویې ويل دا د ايران حق دې چې ایټمی پروګرام ولرلې شی او زه هيله من يم چې د اسلامی نړۍ نور حكومتونه هم له مډرنو او پر مختلليو وسلو برخمن شی چې اسلامی نړۍ د ظلم او استبداد په وړاندې د يوه قد رت په تو ګه مقاومت وكړی .
750428