د اسلامی وحدت د څلورم بين المللی كانفرنس د تر سره كيدو له ځايه د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د بين المللی برخې د خبريال رپورټ له مخې: د بوسنيا هرزګوينا لوې مفتی «مصطفی سريچ» د دغه مطلب په اعلانولو سره ووئيل: د حج موسم هغه شپې ورځې دی چې په دغو ورځو كښې د ټولو مسلمانانو اتحاد او په يو ځایې كښې په يو هدف سره د هغوی راغونډيدل نندارې ته ایښودل كیږی، نو بس د مسلمانانو تر مينځ اختلاف چرته دی؟ د مسلمانانو اختلافات په مذهب او دين كښې جرړه نه لری، بلكه ددغې تفرقې د جوړيدو اصلی وجه سياسی اختلافات دی.
دوی ددې پوښتنې په ځواب كښې چې اسلامی وحدت او انسجام ته څنګه رسيدې شو؟ ووئيل: زما له نظره د مختلفو اسلامی فرقو تر مينځ كومه تفرقه وجود نه لری او هغوی له يو بل سره متحد او يو موټی دی، خو تفرقه او دښمنی د علماو او سياستوالانو تر مينځ ده او دا علما او د سياست خاوندان دی چې د تفرقې سبب او جوړونكی دی.
د بوسنيا هرزګوينا ستر مفتی د خپلو ويناوو په دوام كښې د اسلامی وحدت په بين المللی كانفرنس كښې له موجودو علماو او پوهانو نه وغوښتل چې دمنافقانو او بد غوښتونكو د لاس آلې او د واكمنانو لاس پوسی نه شی او په اسلامی اصيلو مفاهيمو، تعليماتو او ارزښتونو باندې په تكیۍ سره دې يو آواز شی.
750634