IQNA

په امريكه كښې د معاصر اسلامی هنر نندارتون جوړيدونكې دی .

16:20 - February 22, 2011
د خبر لمبر: 2084882
بين المللی ډله: (په امريكه كښې معاصر اسلامی هنر) نومې نندارتون به د ١٣٩٠ ه.ش كال د وری د مياشتې په ٢٦ نیټه د پنسلوانيا ولايت په پیټسبرګ ښار كښې په كار پيل وكړی.
د «Islamic Art Magazine» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه نندارتون به د هنر له ژبې نه په استفادې سره د اسلام له مبين دين څخه د ناوړه تعبيراتو او نا سمو تصوراتو سره د مقابلې او د مختلفو كلتورونو ترمينځ د رابطې د ټينګولو په هدف سره تر سره شی.
په دغه نندارتون كښې كوم چې به د پیټسبرګ ښار په مائيكل برګر ګيلرې كښې د ١٣٩٠ كال د زمری د مياشتې تر ٨ نیټې پورې دوام ولری، د نړۍ له مختلفو هيوادنو څخه د معاصر مسلمانو هنرمندانو آثار نندارې ته كیښودل شی.
750962

captcha