IQNA

عيسی عبدالمجيد منصور: امام موسی صدر د ليبيا په جنوبی ښار كې بنديوان دی‏

21:26 - February 23, 2011
د خبر لمبر: 2085579
نړيواله ډله: د تبوقبيلې مشر او ليبيا د مخالف ګوند مشر ښاغلی عيسی عبدالمجيد منصور خبر وركړ چې د لبنان د شيعه ؤ مشر ‏ښاغلی سيد موسی صدر د ليبيا په جنوبی ښار سبها كې په بند كې دی. ‏
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د قذافی مخالف ګوند مشر ښاغلی عيسی عبدالمجيد منصور دعوا كړې ده ‏چې د لبنان شيعه مشر ښاغلی امام موسی صدر ژوندې ده او د ليبيا په جنوبی ښار سبها كې په بند كې دی. ‏
عيسی عبدالمجيد د ليبيا حكومت ددې دعوې نه انكار وكړ چې امام موسی صدر اټلی ته تلې دی او وې ويل چې په ميلادی كال ‏‏1992ء كې امام موسی /صدر د سبها په بند كې ليدلی شوې دی او زمونږ دا دعوا روغه او سمه ده او د بند واكمنانو هم ددې خبرې ‏تاييد كړی ده ‏
هغه له حكومته غوښتنه وكړه چې ټول سياسی بنديان د خلاص كړی او تښتولی كسان دې هم خوشی كړې شی ګنی د هغو ټولو ‏كسانوو نومونه به څرګند شی چا چې د امام موسی صدر په تښتولو كې لاس درلود. ‏
‏751910‏
captcha